(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۷، پنجشنبه)
د تخار ولايت په درقد ولسوالۍ، امنيه قوماندانۍ او شاوخوا امنيتي پوستو طالبانو بریدونه کړي چې په ترڅ کې يې دوويشت عسکر وژل شوي او یو شمير نور ټپيان دي.
د تخار د ولايتي شورا غړی محمد اعظم افضلي وايي، په دغه بريدونو اته عسکر وژل شوي او دولس تنه نور ټپيان شوي، درې مرمۍ ضد موټر ويجاړ شوي دي.
د دفاع وزارت هم پر درقد ولسوالۍ برید تاييدوي خو وايي، د بريد په ترڅ کې د يوه عسکر د وژل کيدو تر څنګ شپږ ټپيان شوي او د جګړې پر مهال اوولس طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو طالب وياند ذبیح الله مجاهد بيا وايي، په دغه برید کې دوويشت عسکر او استخباراتي کارمندان وژل شوي، اته تنه ټپيان دي او څلور ټانګونه او رينجر موټر هم تخريب شوي دي.
د ښاغلي مجاهد په وينا، په دغه نښته کې طالبانو ته زیان نه دی اوښتی.

















