کابل: د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم لاریونونه پیل کړل

کابل ټکى کام (جمعه، ۸ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

د اجریه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاكنيزې ډلې نن سهار په كابل ښار كې لاريونونه پيل كړي دي.

د دې ډلې لومړى مرستيال عنايت الله بابر فرهمند وايي، تر هغې چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون ۳۰۰ زره ناپاكې رايې له سيسټمه ونه باسي، د دغه كمېسيون د كار مخنيوى به دوام ولري.

د نوموړي په خبره، د ټاكنو خپلواك كمېسيون بايد له سيسټمه د ناپاكو رايو پر ايستلو سربېره د رايو د بيا شمېرنې بهير د ټاكنيزو ډلو د څارونكو په حضور كې پيل كړي.

فرهمند زياتوي، ترڅو چې يې غوښتنې نه وي منل شوې، اعتراضونه به يې دوام ومومي؛ خو پکار ده چې کمیسیون یې غوښتنې ومني.

د کورنيو چارو وزارت بيا د قانون په چوکاټ کې د لاريون کولو غوښتنه کړې او ويلي يې دي، چې دا لاريون بايد د عامه نظم او د وګړو د ورځني ژوند خنډ ونه ګرځي.

تاکنو کمیسیون بیا په خپلو چارو کې دځینې ټاکنیزو ټیمونو مداخلې ردوي، او وایي چې د رایې بیا شمېرنې وروسته به په عادلانه ډول لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button