د سولې ولسي مجمع: امریکایي ځواکونه دې له افغان خاورې روان اشغال ختم کړي
کابل ټکى کام (جمعه، ۸ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
کابل کې دسولې ولسي مجمع وايي، امریکا افغانستان اشغال کړی او باید نور خپل ځواکونه له دې هېواده وباسي.
د دې مجمع غړو په کابل کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې په افغانستان کې د امریکا حضور د اشغال په مانا دی او دا هېواد د امریکا لخوا اشغال شوی دی.
دوی وايي، چې سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار داده چې اشغال ختم شي، افغانانو دخپلې خاورې مالکیت وسپارل شي او دخپلې خوښې نظام ته بریښودل شي.
د سولې د دې ولسي مجمع مشر سید اکبر اغا او ددې مجمع بل غړی عبدالحکیم نورزی وايي چې افغان حکومت د سولې خبرې د خپل واک د بقا لپاره کاروي او د سولې خبرو وړتیا نه لري.
د سولې ولسي مجمع په امریکا او افغان حکومت غږ کوي، چې ټول افغانان سوله غواړي او باید د سولې په خبرو کې رېښتینی عمل وکړي نه شعاري.



