البانیا: د زلزلې له امله د مرګ ژوبلې شمیره مخ په لوړیدو ده

کابل ټکی کام (جمعه، ۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

په البانیا کې تېره اونۍ د رامنځته شوې زلزلې له امله د مرګ ژوبلې شمېره د هرې ورځې په تېرېدو سره مخ په لوړیدو دی.

چارواکو له رسنيو سره په خبرو کې ویلي دي چې ددې زلزلې په نتیجه کې د مړو شمېره (۳۹) تنو ته رسېدلې ده .

د يادونې وړ ده چې تېره اونۍ د شپې په ۳ بجو او ۵۵ دقیقو د البانیا د پلازمینې “تیرانا” په ګډون د ياد هيواد ګڼ شمېر ښارونه زورورې زلزلې ولړزول.

د البانیايي چارواکو ددې زلزلې شدت ۶ عشاریه ۱ ښودلی دی.

ویل کېږي تردې دمې ۶۵۸ تنه ټپيان ژغورل شوي دي چې د ۸ تنو روغتیايي حالت يې د انديښنې وړ بلل شوی ده.

د البانیا د ځمکې پېژندنې، انرژۍ ، اوبو او چاپیریال انیستیتیوت اعلان کړی دی چې پرون په دې هیواد کې یو ځل بیا د ریښتر په کچه د ۵ عشاریه ۶ په لوړ والي سره یوه بله زلزله هم رامنځته شوه.

د یاد انیستیتیوت په خبره چې د نومبر د ۲۶ مې زلزلې وروسته ۵۲۴ ټکانونه نور هم رامنځته شوي دي .

مربوطه مطالب

Back to top button