ایران کې ۸ تنه امریکا ته دجاسوسۍ په تور نيول شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
ایران کې امنيتي چارواکو ویلي دي چې د امریکا اسختباراتي ادارې CIA سره د اړیکو د درلودو په تور يې ۸ تنه لاريون کوونکي نیولي دي.
د ایران د استخباراتي چارواکو لخوا په يوه خبرشوي خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې د نیول شوو ۸ تنو له ډلې يې ۶ تنه لاريون کوونکي دي او ۲ تنه نور چې د هیواد څخه دباندې معلومات لیږل نیول شوي دي.
د ايران د استخباراتي چارواکو په قول چې دغو دوو تنو چې د “ژورنالستانو” په جامه کې فعالیت کاوه د امریکا، اسرائيلو اود سعودي عربستان د استخباراتو له لخوا يې مالي ملاتړ کيده.
د يادونې وړده چې په ایران د امریکا لخوا د لګول شويو بندیزونو له امله د قوي اقتصادي بحران سره مخامخ دی.
همدا رنګه د حکومت له خوا د نومبر په ۱۵ مه نیټه د تیلو په بيو کې د ۳۰۰ سلنه لوړیدو وروسته په دغه هیواد کې سخت لاريونونه وشول.
د يادونې وړ ده چې په دې لاريونونو کې لږ تر لږه ۱۴۳ تنه ووژل شول او په سلګونو نور د ټپيان شول.



