کابل ټکی کام (جمعه، ۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
ويسټ انډيز په ټيسټ لوبه کې د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډلې ته په ٩ ويکټو ماته ورکړه.
افغانستان تراوسه څلور ټيسټ لوبې کړي، چې له ايرلنډ او بنګلديش څخه یې ګټلي او هندوستان او ويسټ انډيز ته يې بايللي.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ درې کرکټ سيالۍ: يوورځنی، شل اورېزې او ټيسټ لوبه ترسره شوې، چې يو ورځنيو او ټيسټ لوبه کې بريا د ويسټ انډیز او شل اوريزه د افغانستان په برخه شوه.

















