فاکس نيوز: د اشرف غني په شمول ټرمپ ته ورتلونکی پلاوی تلاشي شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۹، شنبه)
د امريکا اولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر پر ۲۸ د شپې له خوا د دوو ساعتونو لپاره افغانستان ته راغی او دلته يې د بهرنيانو په تر ټولو ستره پوځي اډه (بګرام) کې له امریکايي پوځيانو او جنرالانو سره د (شکرانې) مذهبي او دوديز مراسم ترسره کړل.
ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې ته د ګډ حکومت اوسمهالی ولسمشر اشرف غني هم ورغوښتی و.
فاکس نیوز تلويزيوني شبکې په تازه خبر کې ويلي، چې بګرام ته د ټرمپ تر رسېدو یوازې یوه ساعت مخکې اشرف غني ته خبر ورکړل شوی و څو بګرام ته د تګ لپاره تیاری ونیسي.
سرچينه زياتوي، د اشرف غني په شمول بګرام ته د ټرمپ ليدو لپاره تلونکی افغان پلاوی لومړی تلاشي او بيا دغه پوځي اډې ته ورپرېښودل شوی دی.
بګرام هوايي اډې ته د اشرف غني ورتګ په کور دننه جدي غبرګونونه له ځان سره لرل او د نوموړي دغه کار يې د ديپلوماتيکو اصول خلاف او ناسم کار بللی دی.



