ټاکنو کمېسيون: د لاريونونو له امله تر چاڼ وړاندې رايې نشو باطلولی

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د ډاکټر عبدالله عبدالله له لوري د تېرې ورځې د تنظیم شويو د لاریونونو په غبرګون کې نن وویل، د رایو له چاڼولو او بیا شمېرنې وړاندې رایې نشی باطلولی.

کمېسیون په يوه خپره کړې اعلاميه کې ټولو ښکېلو غاړو په ځانګړې توګه د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو او د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړی چې “دوی ته یوازې هغه رایې اعتبار لري چې بایومټریکي اساس ولري.

تېره ورځ کابل کې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پلویانو پراخ لاریون وکړ او ‘د ټاکنو کمېسیون له خوا د غير قانوني كړنو پرخلاف يې شعارونه ورکول.

په داسې حال کې چې دافغانستان ټاکنې یو ځل بحراني کيدونکې دي، د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني وویل، پر واټونو زور ښودنه د هېچا په ګټه نه.

د ولسي جرګې مشر د ټاکنو له کمېسیون څخه هو وغوښتل چې خپل بې پرېتوب ثابت کړي او خلکو ته ډاډ ورکړي چې ددوی له رایو سره “خیانت” نه کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button