په لومړي ځل په ۱۹۹۰ میلادي کې مسیج یا پیغام (SMS) رایج شو چې دا د اړیکې لپاره لومړی خطي یا ټیکسټ پیغام وه خو د وخت په تېریدلو سره ټیکنالوژي پرمختګ وکړ د اړیکو ټینګولو لپاره نور کاریالونه راووتل چې هریو يې ځان ته د خوندیتوب لري مطلب پاسورډ ورکولائ شړ لکه ایمیل یا نورې ټولنیزي شبکې .
خو اوس د ټکنالوژي د برخې پوهان وايي، ایس ایم ایس له لارې لیږدونکي پیغامونه نور خوندي نه دي، دا چې اړوند خدمتونه ازادانه وړاندې کېږي او هيڅ پاسوورډ ورته په پام کې نه دی نیول شوی، له همدې امله کله چې پیغام هدف ته تر رسېدو مخکې څو مسیره تېرېږي؛ نو په دې لړ کې انټرنيټي او سایبري غله کولای شي اسانه له دې خدمتونو غلا وکړي.
بل خوا د ايسايمايس کاروونکي هم نه غواړي چې د دوی پیغامونو ته بل څوک لاسرسی ولري، د همدې لپاره د ځانګړو اپليکېشنونو یا کاریالونو د را منځ ته کولو غوښتنه کوي، څو وکولای شي خپل پیغامونه خوندي واستوي.
په امریکا کې هره ورځ تر ۶ بېلونه زیات پیغامونه/ایسايمايسونه استول کېږي او د دې ټولو استوونکي یوازې دا باور لري چې ګوندې مالومات یې خوندي او شخصي پاتې دي.
د ټکنالوژي یوه کارپوه کريسټینا وايي، ايسايمايس له استولو وروسته تر ټولو نږدې مخابراتي مرکز ته ځي او بیا د ايسايمايس عمومي مرکز ته رسېږي، وروسته بیا مقابل لوري ته د انتقال په پړاو کې لومړی هلته تر ټولو نږدې مخابراتي مرکز ته استول کېږي او له هغه ځایه بیا د تر لاسه کوونکي موبایل ته ځي.
د ويکر شرکت د پاسوورډ اېښودو څانګې مدیر کريسټوفر هاول وايي، د پاسوورډ د نهشتوالي له امله هکران کولای شي چې د استوونکي او تر لاسه کوونکي د مجازي اړیکې د مسیر په منځ کې د کمزوري ټکي پیدا کړي او د کاروونکيو مالوماتو ته لاسرسی ومومي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د ميلیونونو ايسايمايسونو/پیغامونو اړوند مالومات «د پاسوورډ نوي کول، د بار تحویلولو مالومات/نوټيفيکېشنونه او نور شيان» رسوا شوي وو.

















