کابل ټکى کام (شنبه، ۹ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د خوست ولایت په علیشیرو ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د یو ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.
د دغه ولایت د کوچیانو د ځایي شورا مشر ګل مرجان تائید کړې چې دا پېښه وړمه شپه به علیشیرو ولسوالي کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې ده چې د یوې کورنۍ غړي په روغتون کې د ماشوم له زېږون وروسته بېرته خپل کور ته پر لاره وو او بې پیلوټه الوتکې ورباندې برید کړی دی.
د هغه په خبره په دې پېښه کې درې ښځې، دوه سړي او یو نوی زېږېدلی ماشوم وژل شوي دي.
د خوست امنیه قومنداني د هوایي برید پخلی کړی دی خو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
بلخوا په کابل کې د امریکایي ځواکونو مطبوعاتي دفتر بیا ویلي چې په یاد هوایي برید کې یې درې وسله وال طالبان وژلي دي.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د خپلو ملګرو وژل کېدل رد کړي او زیاته کړې یې ده چې په یاد برید کې ملکي وګړي وژل شوي دي.
دې وروستیو کې یو ځل بیا دبهرنیو ځواکونو له لوري په مختلفو ولایاتو کې ملکي وګړي په نښه شوي چې د هیواد په داخل او خارج کې یې توند غبرګونونه راپارولي.


















