پاکستان: محکمې دافغان کډوالو دتجارتي فعاليتونو دمحدودولو امر کړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

دپېښور ایالتي محکمې دپاکستان مرکزي او صوبايي حکومتونو ته امر کړی چې په دغه هیواد کې دمیشتو افغان کډوالو دفعالیت ساحه دې لنډه کړي محکمې ویلي دي چې کډوال پاکستان کې له اجازې پرته دکاروبار کولو اجازه نه لري.

دپاکستان د “ډان” ورځپاڼې دراپور له مخې دپېښور یو وکیل “محمد معظم بټ” محکمې ته عریضه کړې وه چې پاکستان کې دې د میشتو افغان کډوالو فعالیتونو ته دې حکومت يو چوکاټ جوړ کړي غیرقانوني کډوال دې له هیواده وویستل شي.

خو د پاکستان د سرحدونو دچارو وزیر “شهریار آفریدي” څو ورځي مخکې د کډوالو د نړیوالي ورځي په مناسبت یوې غونډې ته دوينا په مهال ویلي وو چي پاکستان غواړي افغان کډوال په خپله خوښه او درناوي خپل هېواد ته ستانه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button