ورځپاڼه: د امریکا په هوايي بريدونو کې ملکي مرګ ژوبله لوړه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۰، یکشنبه)

د سټار انډ سټريپس ورځپاڼه لیکي، په وروستیو کې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله زياته شوې ده.

ورځپاڼه زياتوي، امریکا په تيرو دوو کلونو کې د طالبانو پرضد هوايي بریدونه زیات کړي چې له کبله يې د ملکي خلکو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی چې دا د اندېښنې وړ مسئله ده.

پرون د شنبې په ورځ د خوست ولايت علي په علي شېرو ولسوالۍ کې په بې پيلوټه هوايي برید کې د یوه کوچني په شمول شپږ تنه ووژل شول چې يادې ورځپاڼې هم په ياد برید کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله راخيستې او له امریکايي چارواکو يې غوښتي چې په اړه يې پلټنې وکړي.

په وروستيو کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو هوايي بریدونه او شپني عمليات زيات شوي چې تر ډيره پکې ملکي وګړي، کورونه، بازارونه، کلينيکونه او آن وخت ناوخت پکې دولتي ځواکونه هم د دغه بمباريو هدف ګرځي.

د ملکي مرګ زوبلې اړوند د اکتوبر مياشتې وروستی راپور ښيي چې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۵۷۹ ملکي کسان وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button