امریکا: جنوبي ایالت ډکوټا کې د یوې الوتکې غورځېدو له امله مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱۰ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

د امریکا په جنوبي ایالت ډکوټا کې د یوې الوتکې غورځېدو په پېښه کې نهه کسان وژل شوي او درې نور سخت ژوبل شوي دي.

د ای ایف پي اژانس د راپور له مخې د ډکوټا ایالت د شیمبرلین ښار څخه یوه امریکایي الوتکه ایډاهو ایالت ته د تګ په موخه هوا ته د پورته کېدو پر مهال له ستونزو سره مخ شوې او را غورځېدلې ده.

امریکایي چارواکي وایي چې په دې الوتکه کې ټولټال ۱۲ کسان ناست وو چې د پیلوټ او دوو ماشومانو په ګډون نهه کسان پکې وژل شوي او درې نور سخت ټپیان دي.

چارواکو په پیښه کې د ټپي شویو کسانو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ بللی؛ خو روغتون ته یې د درملنې په پار لېږدولي دي.

د الوتکې د راغورځېدو علت د هوا خرابوالی ښودل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button