همدا دیګ او همدا یې څمڅۍ ؟

ډاکټر یوسف اکبري
څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د ملالۍ او اسدالله خالد تر مینځ د تلیفوني اړیکې اډیو کلیپ لاس په لاس شو، دا د فاسد او مفسد رژیم څویم لوړ پوړي لوفر چارواکی دی چې له نامحرمو نجونو سره جنسي خبرې تبادله کوي، تر دې مخکې د ولسمشر د یوه تره هغه ویډیو د خلکو سره لاس په لاس شوه چې په مسکو کې یې د برحاله سفیر په پوسټ باندې کار کولو او له یوې ځوانې نجنۍ سره جنسي عمل اجرا کوي.
نږدې څو ورځې وړاندې د ولسمشر په ټاټوبی لوګر کې هم د مدني فعالانو لخوا له رسنیو سره یو راپور شریک شو چې پکې یې ویلي و چې هغوی د لوګر د ټولو ښوونځیو له هغو هلکانو سره مرکې کړي کوم چې د ښوونکو لخوا په جنسي عمل مجبور کړای شوي دي، خو ومو لیدل پر ځای د دې چې دا فساد او لوچکۍ اخته حکومت پر ځای د دې چې د ادعا شوي جرم او مجرمینو په اړه تحقیق او پلټنه وکړي، برعکس یې د مجرمینو رسوا کوونکی ونیول او د تورو تمبو تر شا یې واچول او غوښتل یې چې د کمونستانو د حکومت په څیر یې مړی او ژوندی ورک کړي، خو دا چې د حکومت لالا جان باس پر ملي امنیت ږغ وکړ نو سملاسي یې لاسپوڅي ولسمشر هم د جان باس غږ بدرګه کړ او په څنګ کې یې د بشر د حقوقو سازمان هم د مشر لالا غږ له اشرف غني سره یو ځای بدرګه کړ او له ملي امنیته یې وغوښتل چې بې له څنګه څنګه نه مدني فعالان خوشي کړي، خو مخکې له دې چې خوشي یې کړي ملي امنیت وکولای شول چې د مرګوني ګواښ له امله مدني فعالان مجبور کړي چې میډیا ته ووایی چې د دوی راپور ناقص او له تیروتنو ډک و، چې په عکس العمل کې یې سملاسی جان باس وویل چې له مدني فعالانو دا ډول اعتراف اخیستل د کمونستانو د حکومت د اعتراف اخیستلو ته ورته و چې هیچا ته د منلو وړ نه دی.
دا سپک بې حیا او بې شرمه حکومت هغه د پښتنو خبره چې وایې (هم یې کوي هم پاکوي) ټول افغانستان یې په مردارۍ ولړلو، او داسې کارونه او افعال یې ترسره کړل چې آن سره انګریزان پرې شرمیږي، خو د دوی د شرم پوزې نشته.
اوس که لوستونکو د ملالۍ او اسدالله خالد له بې شرمۍ او بې حیایۍ ډکې تبادله شوې هغه خبرې اوریدلي وي چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیدې نو پوهیدلي به وي چې پر اتل افغانستان او مجاهد او مبارز او ویاړلۍ ملت باندې د امریکا وحشي ځواک لخوا څه ډول له پت او عزته لغړ خلک حاکم ګرځول شوي دي چې دا څومره د افسوس وړ ځای دی.
دا دومره پست او بې عزته حکومت دی چې یو ډول بې عزتي او بې حیثیتي هم پکې پاتې نه شوه، له سپین ږیری ایشچي سره څه وشول؟ په ارګ کې د مرده ګاوۍ منډیی جوړه شوه، د ولسمشر د لور مریم غني نیمه بربنډ انځورونه آن د هغې له خپل وال نه خپاره شول، د ملي اردو د مشرانو لخوا په سلګونو ډله اییز تیری ترسره شول او رسنیو کې خلکو دا هر څه ولیدل، د ملي اردو او پولیسو په پوستو کې پر هلکانو د جنسي تیریو نه پردې پورته شوې، لنډه دا چې یو ډول فجایع هم د دې سپین سترګي غلام، وحشي حکومت پر مهال کې نه دي پاتې شوي، خو بیا هم نړیواله ټولنه یې لا هم تر شا ولاړه ده او د افغانستان د اصیلو بچیانو پر ضد یې سنګر نیولی. او آخر دا چې دا فاسد او مفسد او شرمیدلی حکومت او چارواکي یې سوري سوري دي، او د داسې خلکو په اړه پښتو څه ښکلې لنډۍ لرو چې وایي:
بدن دې ټول سوری سوری دی
چې هره سوړه دې ګنډم ژړا راځینه
دا حکومت او چارواکي یې چې د دشرم او حیا او عزت او پت په نوم څه نه پیژني له خپلې هرې بې شرمه کړنې نه وروسته هغې ته پرتوګ وراغوندي، نو ملت ورته د حال په ژبه وایې چې تاسې به کومې کومې بې شرمۍ او سپکې کړنې ته پرتوګ ورواغوندئ، او تاسې به د کومې کومې سوړې خوله بنده کړئ. بله هیڅ لاره نه لرئ یا به ټل عمر غلامان وئ لکه چې یاست او د امریکا ګندګي به څټئ او یا به د باتورو مجاهدینو په لاس قبرونو ه کوزیږئ، او یا به له امریکا سره یو ځای له دې پاکې خاورې پښې سپکوئ.
اسدالله خالد ته د هغه هغه ملت غولوونکی شعار وریادوو چې د دفاع وزارت چوکۍ ته تازه پورته شوی وی چې ویې ویل: سر وهو سنګر نیسو، لکه چې له سنګر نه یې د فحشاو سنګر و نه د باتورو مجاهدینو او له سر وهلو نه یې خپل سر مراد و چې دیر زر د باتورو شازلمیانو په لاس ووهل شي او دا اډیو کلیپ یې د همدې سر غوڅیدا غمازي کوي. او دا یې د سر د وهل کیدا بنسټ دی ان شاء الله او د فحشاء له پلیت ډنډ نه به ډیر زر د قبر کندې ته ورکوز کړای شي، هلته به بیا د الله تعالی د قانون په منګولو کې د خپلو اعمالو هغه سزاوې وویني چې په اړه یې الله تعالی فرمایلی دی: و ان عذابي لهو العذاب الألیم. او زما عذاب تر ټولو دردناک عذاب دی.



