کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱۰ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او دحزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا ویلي چې دشفافو تاکنو تر سره کېدو لپاره د موقت حکومت جوړېدو ته اړتیا ده.
ګلبدین حکمتیار نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې تر دې دمه نه دي اعلان شوې او کمیسیون د شفافو ټاکنو په ترسره کولو نه دی بریالی شوی.
نوموړي وویل چې حاکم ټیم په ټاکنو کې مداخله کوي نو ښه به وي چې یو موقت حکومت جوړ شي او هغه بې طرفه ټاکنو ته لار هواره کړي.
حکمتیار داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دوو میاشتو په تېرېدو لا هم د لومړنیو پایلو په اعلان نه دی بریالی شوی.
پر ټاکنو څارونکي بنسټونه، مدني فعالان، سیاسي ګوندونه او ولسي جرګې هم په ځلونو د ټاکنو د پایلو پر ځنډېدو اندېښنه ښودلې او د ټاکنو له خپلواک کمیسیون یې غوښتي چې ژر تر ژره دې لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
حکمتیاره تېره میاشت هم ورته غوښتنه کړې وه، او د دې مسئلې واحد حل یې د موقت حکومت رامنځته کيدا بللی وو.


















