کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
عمر البشیر په ۱۹۸۹ م کال کې د کودتا له لارې واک ته ورسېد او د روان ۲۰۱۹ میلادي کال د اپريل تر میاشتې پورې یې شاوخوا درې لسیزې واکمني وکړه. او له هغه وروسته چې پر ضد يې په ټول هيواد کې لاریون پيل شو، له واکمنۍ لاس په سرکيدو ته اړ کړای شو.
د ګوند له منحل کیدو سره ، د سوډان انتقالي حکومت د ښځو پروړاندې یو محدود قانون لغوه کړ.
د ملي کنګره ګوند منحل په دې معنا دی، چې انتقالي حکومتي چارواکي کولی شي د دې ګوند شتمنۍ ضبط کړي. د دې کار لپاره یوه کمیټه ګمارل شوې ده.
د موقتې کابینې لومړي وزیر ‘عبدالله حمدک’ په خپل ټویټر لیکلي: چې دا کار د سوډانیانو د غلا شوې شتمنۍ د بېرته راګرځولو لپاره تر سره شوی دی.


















