(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۱، دوشنبه)
د کورنيو چاروز د وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، نن سهار په کابل ښار کې د یوه وسله وال برید په ترڅ کې د ملي امنيت پنځو کارمندانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د رحيمي په خبره، دغه بريد سهار د اووه نيمې بجو په شاوخوا کې د کابل ښار نهمې حوزې مربوط پلچرخي په سړک رامنځته شوی دی.
نوموړی زياتوي، په برید کې د ملي امنيت دوه منسوبين وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي او وسله والو بريدګر له سيمې تښتيدلي دي.
تر اوسه د دغه بريد مسؤوليت چا په غاړه نه دی اخيستی خو د کابل په شمول د افغانستان په لويو ښارونو کې طالبان چريکي وسله وال ګروپونه لري چې وخت ناوخت دولتي عسکر، امنيتي کارمندان، چارواکي او پوځي منسوبين د خپلو بریدونو هدف ګرځوي.


















