د ۲۰۳ قول اردو قومندان خان الله شجاع او د ولسي جرګې غړي نصیب الله مقبل شخړه کړې

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۱۱ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

راپورونه وایي، په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو استازي نصیب الله مقبل او د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان خان الله شجاع په یوه امنیتي غونډه کې شخړه کړې ده.

مقبل وویل، څو ورځې وړاندې د پکتیا ولایت په مقام کې د ډنډ پټان ولسوالۍ او ګردیز تر منځ لارې د امنیت په اړه امنیتي غونډه رابلل شوې وه .

نوموړی وايي، پر دغه لار وخت ناوخت دولتي کسان د وسله والو طالبانو له لوري تر بریدونو لاندې راځي او وژل کېږي.

د مقبل په وینا کله یې چې ددغې لارې د امنیت په اړه د ۲۰۳ تندر قول اردو له قومندان وپوښتل، نوموړی دده په خبرو غوسه شو او ساتونکو یې پر ده ګوزارونه وکړل.

مقبل وايي، د څو ساعتونو لپاره د قومندان د ساتونکو لخوا کوټه قلف او وهل شوی هم دی.

مقبل د ولسي جرګې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل، په دې پېښه کې والي او د امنیې قومندان هم ټپيان شوي دي.

مقبل تاکید وکړ چې په دې اړه ټاکل شوی پلاوی باید په ازادانه توګه څېړنه وکړي، او مجرمینو ته دې سخته سزا واوروي.

مربوطه مطالب

Back to top button