تخار او فارياب ولايتونو کې د “ثبات اوهمپالنې” ټيم پلويانو لاريونونه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د “ثبات او همپالنې” د انتخاباتي ټيم په سلګونو ملاتړو، دټاکنو د کمېسیون د وروستيو اقداماتو په وړاندې په تخار او فاریاب ولایتونو کې پراخ لاریونونه کړي.

دغه لاریونونه نن دوشنبه(لیندۍ ۱۱) د تخار ولايت په مرکز تالقانو ښار او فاریاب کې شوي دي.

لاریون کوونکو ګواښ کړی، چې د “درغلیو” په بنسټ د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتایج به نه مني او ۳۰۰زره رایې چې بایومتریکي اصل نه لري باید لغوه او له سيستم څخه وويستل شي.

ديادونې وړ ده چې تیره ورځ هم د ثبات او همپالنې د انتخاباتي ډلې په سلګونو پلویانو په بغلان ولایت کې لاریون وکړ چې د پلازمينې کابل او شمال لویه لاره یې د څو ساعتونو لپاره تړلې وه.

دثبات اوهمپالنې د ټاکنيزې ډلې دملاتړو له لوري دا لاريونونه داسې مهال ترسره کيږي، چې د ټاکنو کمېسیون دچارواکو په وينا په ۲۷ ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرلو بهير بشپړ کړې نتایج یې کابل ته رسېدلي دي او ژربه اعلان شي

مربوطه مطالب

Back to top button