سکاټ میلر اود دفاع وزارت سرپرست جنرال دوستم سره د لیدو لپاره جوزجان ته تللي

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۱۱ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر او د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد جنرال دوستم سره د لیدو لپاره جوزجان ولایت ته تللي دي.

سکاټ میلر او د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز جنرال اسدالله خالد نن ماسپښین مهال د جوزجان ولایت شبرغان ته ورسیدل او د ملي تحریک مشر عبدالرشید دوستم سره یې وکتل.

د دې سفر لامل لاهم روښانه نه دی، چې دوی د څه لپاره یاد ولایت ته تللي، او په څه بحث یې کړی دی.

دوستم په اوسنيو ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ کوي، او محمد بابر فرهمند د ملي غورځنګ لوړ پوړی غړی د ټاکنو د ثبات او تحول ټیم لومړی مرستیال دی.

د دې ټیم ملاتړ کونکو په دې وروستیو کې د کابل په شمول په شمال، فاریاب، تخار او ځینې نورو ولایتو کې لاریونونه وکړل ترڅو د ټاکنو کمیسیون د یوشمېر رایو په لغوه کولو مجبور کړي.

لاریون کونکو دټاکنو کمیسیون د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د دولتي ټیم په ملاتړ تورناوه؛ خو دوی دا هرڅه ردوي او فشار یې بولي.

مربوطه مطالب

Back to top button