کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ایران کې د افغانستان سفارت، په دغه هيواد کې د تېرې اوونۍ لاریونونو کې د زیانمنو افغانانو د هویت په اړه، له ایراني چارواکو د معلوماتو غوښتنه کړې ده.
د بهرنيو چارو وزارت ویاند ‘ګران هیواد’ نن دوشنبه خبريالانو ته وويل چې د افغانستان سفارت په دې اړه له ایراني چارواکو سره په تماس کې دی.
نوموړي زیاته کړه: ” له دې وروسته چې موږ ته د دوی هویت تثبیت شي، بيا یې څېړنه کولی شو چې د ايران په وروستيو لاريونونو کې افغانان ولې زيانمن شوي دي”.
ایران کې د تېلو د بېو د لوړېدو له امله روانو مظاهرو کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې د یو شمېر رسنیو د معلوماتو په اساس په دغو مظاهرو کې نهه افغانان هم وژل شوي او ۱۲١ نور افغان کډوال نیول شوي هم دي.
د يادونې وړ ده، چې په ایران کې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال ژوند کوي. څه موده مخکې د بشري حقونو ځینو سازمانونو د ایران پرحکومت تور پورې کړی و، چې یو شمېر افغان کډوال له تجهیز وروسته سوریې ته د حکومت په ننګ جګړې ته استوي.

















