کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د ایران حکومت په جنوبي ښار “کازرون” کې د يوجامع مسجد د امام وژونکی د سوونو خلکو په مخ کې اعدام کړ.
وژونکي “حامد رضا” ایران کې ديو جامع مسجد امام “محمد خرسندي” دتيرې روژې په میاشت کې د چاقوانو په ګذارونو وهلی و، چې د سختو ټپونو له امله یې وروسته په روغتون کې ساه ورکړې وه.
دايراني رسنيو په قول” محمد خرسندي “د ایران د سترې محکمې له لورې په ۲۰۰۷ م کال کې د “فارس” په نوم د يو جامع مسجد امام ټاکل شوی و.
دامام وژونکی” حامد رضا” خپل جرم منلی و او د امام پر وژلو یې هیڅ ډول پښیماني نه وه ښودلی، چې په پايله کې ورته د وژل شوي امام د کورنۍ له لورې بښنه ونه شوه.

















