ډاکټر عبدالله او “مايک پمپيو” ټیلیفوني خبرې کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د کابل حکومت اجرائیه رئیس او د”ثبات همپالنې” د دانتخاباتي ټيم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله تير ماښام د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر “مایک پمپیو” سره دسولې او انتخاباتي لانجو په ګډون په بيلا بيلو اړخونو غږیدلی دی.
ډاکټرعبدالله په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې له “پومپیو” سره یې افغانستان ته د ټرمپ د وروستي سفر، طالبانو سره د سولې د روان بهیر او د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه خبرې اترې کړي دي.
نوموړي له دغو خبرو خوشبیني ښودلې او دا خبري یې ښې او رغوونکي بللي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه په دې اړه څه نه دی ویلي خو اجرائیه رئیس پر خپله ټویټر پاڼه د هغه او مایک پمپیو له تليفوني خبرو خبر ورکړی دی.
ياده دې وي چې دامريکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” د نومبر پر ۲۸ مه نيټه په يو ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی او دکابل حکومت مشر اشرف غني یې دباګرام پوځي اډې ته وروغوښت او نور یې له هیڅ کوم چارواکي سره و نه لیدل.



