بلخ: په یوه پېښه کې د يوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۲، دوشنبه)
د بلخ ولايت روغتيايي مسؤولین وايي، چې د دهدادي ولسوالۍ مربوطاتو کې د ګاز نيولو له کبله د يوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.
د مزارشريف د حوزوي روغتون مشر نورمحمد وايي، په مړو شویو کې دوه هلکان او دوه انجونې دي چې له دولس تر شل کلونو عمرونه لري.
نوموړی زياتوي، د روغتیايي څيړنو وروسته څرګنده شوه چې یاد څلور تنه د ګاز نيولو له کبله مړه شوي او د کورنۍ غړو يې هم یاده پېښه تاييد کړې ده.
تر دې مخکې هم په يخنۍ موسم کې د ګاز نيولو له کبله ورته ډول پېښې رامنځته شوي چې د مسؤولینو په وينا لوی لامل يې د خلکو بې احتیاطي ده.



