امريکا: ایران په منځني ختیځ کې دلاريونونو ستر لامل دی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر “مایک پومپیو” ويلي چې ایران د منځني ختیځ په بېلابېلو هيوادونو کې دخونړيو لاريونونو اصلي لامل دی.

دنوموړی په خبره، چې ایران په منځني ختیځ کې د حکومت ضد لاريونونو ترشا د یو متحد قوت رول لوبوي.

پمپيو زياته کړې چې په عراق، لبنان او په خپله د ایران په داخل کې لاریون کوونکو د مذهبي ايډيالوژي په بنسټ دجوړو شويو رژیمونو په وړاندې اعتراضونه کړي دي.

پومپیو په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې یې د وروستیو ناکراریو ترشا بېلا بېل دلایل یاد کړل خو اشاره یې ایران ته وه.

هغه وویل، د عراق صدراعظم “عادل عبدالمهدي” په داسې مهال په عراق کې د پراخو اعتراضونو په نتیجه کې له دندې لرې شو چې د عراق امنیتي ځواکونو لسګونه لاريون کوونکي ووژل چې داهرڅه په عراق کې د ایران د نفوذ له امله دی.

مربوطه مطالب

Back to top button