کابل ټکى کام (سه شنبه، ۱۲ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
وروسته ترهغې چې د لوګر په ښوونځیو کې د جنسي ځورونو راپورونه رسنیز شول؛ امریکا وایي دا راپورونه دې په دقیقه توګه وڅېړل شي.
د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آلیس ویلز ویلي افغان حکومت او لویه څارنوالي دې په لوګر کې د جنسي ځورونو د ادعاوو او راپورونو دقیقه پلټنه وکړي.
د نوموړې په وینا د ماشومانو او زده کوونکو جنسي ځورونه په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده او دغه ډول پېښې باید دقیقې و څېړل شي.
په ورته وخت کې د کابل حکومت بیا ویلي چې لویه څارنوالي دغه مسئله په هر اړخیزه توګه څېړي او جزیات به یې رسنیو سره شریک شي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي چې د بشري حقونو کمیسیون او لویه څارنوالي په لوګر کې د دوو مدني فعالانو ادعاوې څېړي او پایلې به یې امریکا او نورو طلبګارو سره شریکې شي.
نږدې یوه میاشت وړاندې د لوګر په ښوونځیو کې د دوو مدني فعالانو له لوري د جنسي ځورونو خبرونه رسنیز کړل، دې پیښې غبرګونونه راوپارل، فعالان دامنیت ملي له لوري ونیول شول چې دامریکا او نورو هیوادونو سفیرانو له غبرګون وروسته ازاد، او د ادعاوو په څېړنو ټینګار وشو.