واټس اپ بېټا ورژن کې اتومات پیغام ړنګولو اسانتیا زیاته کړه

په دا وروستیو کې واټس اپ مسینجر خپل اپلیکیشن کې نوي د پام وړ تغیرات راوستلي یو له هغو څخه د زاړه پیغامونه په اتومات ډول ړنګول دي، دا اسانتیا اوس یوازې د بېټا ورژن کې اضافه شوی بېټا ورژن هغه کسان راډانلوډ کولائ شي چې ګوګل پلې سټور سره راجستر وي.

د دغه نوي ورژن له مخې مالومات دا ښيي چې د وټس‌اپ کاروونکي کولای شي، د خپلې خوښې پیغامونه د یو ساعت، یوې ورځې، یوې اوونۍ، یوې میاشتې او یو کال لپاره اټوماټ ړنګېدو سیسټم ته واچوي.

د یادولو وړ ده چې د هر سافټ‌ویر یا اپليکېشن «بې‌ټا‌ورژن» یوازې د ځانګړيو کاروونکيو لپاره په ازمایښتي ډول د لاسرسي وړ وي چې د دې کارېدنې پر مهال د هغه اړوندې ښېګڼې او نیمګړتیاوې په ګوته شي او له کومې ستونزې پرته عام بازار را ووځي، په نژدې راتلونکې کې به واټس اپ دا اسانتیا ټولو پر مخ عامه شي او هر څوک به راډانلوډ کولائ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button