د المان دفاع وزیره: هیله لرو چې د ټاکنو پایلې ټولو نوماندانو ته دمنلو وړ وي

کابل ټکى کام (سه شنبه، ۱۲ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
له ټاکنیزو کړکېچونو وروسته د المان د دفاع وزیرې انګرېت کرمپ کرنباور ویلي، هیله لري چې د افغانستان د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلې له هر څه ژر اعلان، او ټولو ښکېلو لوریو ته د منلو وړ وي.
هغې چې په کابل کې یې د حکومت مشر غني سره یو ځای یو خبري کنفرانس ته خبرې کولې وویل، دوی یو ګډ هدف لري او هغه دا دی چې افغانان په امنه فضا کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي.
نوموړې زیاته کړې، دوی د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي او دغه راز به د افغان ځواکونو روزنې او مشورې ته هم دوام ورکړي.
د کابل ادارې مشر اشرف غني هم یادې خبري ناستې ته په خبرو کې د المان له هر اړخیزو مرستو د مننې تر څنګ ویلي چې یاد هېواد د اروپایي ټولنې په چوکاټ کې له افغانستان سره پام وړ همکارۍ کړې دي او دوی یې قدرداني کوي.
داپه داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د دوو حاکمو ټیمونو《ثبات اوهمپالنې _ دولت جوړونې》ترمنځ کړکېچ په زیاتېدو دی، ټاکنو کمیسیون د دولت جوړونې په ملاتړ تورنیږي چې دې قضیې ژورې اندیښنې راپارولي.



