د ولسي جرګې عدلي او قضايي کمېسيون: ميرمن صحرا کریمي نه د جنسې اړیکې غوښتنه څيړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د پارلمان یو شمیر استازو له عدلي او قضایي ارګانونه غوښتنه کړې چې د افغان فلم له ریسې ‘صحرا کریمي’ څخه د جنسي غوښتنې موضوع دې وڅیړي.

د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کمېسیون رییس سیدمحمد حسن شریفي وايي د افغان‌فلم د رییسې تورونو په اړه یې یو شکایت‌لیک لیکلی او له عدلي او قضايي ادارو غواړي چې ویې څېړي.

ميرمن صحرا، چې په نړیواله کچه مشهوره فلمي څيره ده، څه مود وړاندې د اشرف غني له لوري د افغان فلم په څوکۍ وګمارل شوه.

نوموړې پرون پر خپلې ټویټرپاڼې ولیکل چې د ولسي جرګې د یوه کمېسیون رییس ورته ویلي، که غواړي د افغان‌فلم لپاره بودیجه ترلاسه کړي، له ده سره دې ځانګړې اړیکه ونیسي.

د هغې له قوله د جرګې د کمیسیون یوه ریس ورته داسي لیکلي و: ” ماته ټلیفون وکړه، ما ووینه، تر څو بودیجه درته واخلم، ته په هیڅ نه پوهیږي او بودیجه هم نه لرې”.

د هغې په خبره په ځواب کې یې ورته وليکل: “ښاغلیه! که ما دا کار کولای نو اوس به مجبوره نه وم چې ستا خیرنه څیره ووینم او اوتي بوتي مو واورم، زه د بډې ورکولو واله نه یم، لاړه شه ومره”.
د یادونې وړ ده چ دا لومړی ځل نه دی چې د حکومتي ادارو څخه د جنسي غوښتنو او اړيکو راپور ورکول کيږي، بلکې په کراتو مراتو له ارګ، وزارتونو او پارلمان څخه د دې ډول غير اخلاقي کړنو او غوښتنو راپورونه ورکړل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button