
انسان د وجود په څېر روحاني پالنې او تربېې ته هم اړتیا لري!!
ادریس بلال
انسان لکه څنګه چې د وجود په هکله پالني، اوتربېې ته اړتیا لري، همداسي روحاني پالني، اوتربېې ته اړتیا لري؛ او دوجود ترپالني لوړ هوډ، پخه اراده هم غواړي، ځکه دوجود اړتیاوي هرڅوک ځیرک، اوغیرځیرک ترخپله ځواکه پوره کولی شي، مهمه داده چې انسان دخپل روح پالنه وکړي؛ دوجود په پالنه ټول پوهیږو، خودلته دروحاني پالني په اړینو خبرو، او غوره والي لنډي خبري کوو؛ روحاني پالنه هغه په علم سره کیږي، له همدې کبله انسان وعلم ته ترهرڅه زیاته اړتیا لري، ځکه چې بې علمه انسان په هرڅه کې نیمګړی بلل کیږي، که عبادات دي، اوکه معاملات، دواړه تر علمه پوري تړلي، لکه څنګه چې عمر بن عبدالعزیز رحمه الله وايي: من عمل بغير علم كان ما يفسد أكثر مما يصلح. [الزهد للإمام أحمد / 506].
ژباړه: څوک چې بې له علمه عمل کوي هغه څه چې له ده نه فاسديږي، هغه به ترهغه عمل ډېر وي چې دی ېې داصلاح کوښښ کوي،
څرګنده ده چې علم په ټولو کړنوکې ترایمان وروسته بنسټیزه بڼه لري، نو ویلی شو چې انسانان دعلم، اونه علم په هکله لوی توپېر لري؛ لکه څنګه چې الله [جل جلاله] په خپل سپیڅلي کلام کې فرمایلي:
قُلْ هَلْ يَسْتَوِى الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ۗ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُوا الْأَلْبابِ.
ژباړه
د دوى څخه پوښتنه وکړه: “ايا پوهېدونكي او نه پوهېدونكي يو شانته كېداى شي؟” – نصيحت خو د پوهي خاوندان مني. [سُوۡرَةُ الزُّمَر : 9]
یعنې هيڅکله یو شانتي ندي، علماء ډېر لوړ دي دهغوی په نسبت سره.
همداسي الله[جل جلاله] بل ځای هم په خپل سپیڅلي کلام کې دهغو کسانو دلوړ حال یادونه کوي کوم چې دپوهي له لويي پانګي برخمن دي:
يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ ءَامَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجٰتٍ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ[سُوۡرَةُ المجَادلة : 11]
ژباړه:
ستاسي څخه چي كوم كسان ايمان لرونكي دي او كومو كسانو ته چي علم ورکړی شويدى، الله به هغو ته لوړي درجې په برخه کړي. او تاسي چي څه كوئ، الله پرې ښه خبر دى.
له دېنه دعلماؤ، اودعلم ستر فضېلت څرګندیږي، ځکه چې الله [جل جلاله ] دهغه مؤمنانو نه وروسته چې خالي ایمان لري دپوهي دبرخمنو کسانو یادونه کوي، او فرمايي چې هغوی به دنورو کسانو په نسبت په درجو کې ډېر لوړ وي.
همداسي درسول الله صلی الله علیه وسلم، په ارزښتناک کلام کې هم دعلماؤ، اوعلم، ښکاره فضېلت بیان شوی، فرمايي:
سُئِلَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ رَجُلَيْنِ كَانَا فِي بَنِي إِسْرَائِيلَ، أَحَدُهُمَا كَانَ عَالِمًا يُصَلِّي الْمَكْتُوبَةَ ثُمَّ يَجْلِسُ فَيُعَلِّمُ النَّاسَ الْخَيْرَ، وَالْآخَرُ يَصُومُ النَّهَارَ وَيَقُومُ اللَّيْلَ، أَيُّهُمَا أَفْضَلُ ؟ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” فَضْلُ هَذَا الْعَالِمِ الَّذِي يُصَلِّي الْمَكْتُوبَةَ، ثُمَّ يَجْلِسُ فَيُعَلِّمُ النَّاسَ الْخَيْرَ، عَلَى الْعَابِدِ الَّذِي يَصُومُ النَّهَارَ وَيَقُومُ اللَّيْلَ، كَفَضْلِي عَلَى أَدْنَاكُمْ رَجُلًا “.
ژباړه:
له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وشوه، دهغه دوو کسانو دکړنو په هکله چې هغه په بني اسرئیلو کې وو، چې یو ېې عالم دی فرضي لمونځونه کړي، او وروسته خلګو ته تعلیم دښېګڼي ورکوي؛ او دویم کس دورځي روژې نیسي، اوټوله شپه لمونځونه کړي، په دوی کې کوم یو غوره دی؟ رسول الله صلی الله علیه واله وسلم، ورته وویل: دا عالم چې خالي فرضي لمونځونه کړي، اوخلګوته دښېګڼي زده کړه کوي پرهغه بل کس چې روژې، اوټوله شپه لمونځونه کړي دومره غوره والی لري لکه زما غوره والی په تاسو کې پر هغه ادني(کوچني) کس باندي.
داچې دعلم دومره لوی فضیلت له یادو ارشاداتو جوتیږي، نو څرګنده ده چې علم ته ترهرڅه زیاته اړتیا شته، نو ویلی شو چې بې له علمه دژوند دشپو، او ورځو لویه بیړۍ مخ پر وړاندي ځغلول ناشونې ده، لکه څنګه
چې سفیان الثوري رحمه الله ویلي: الرجل إلى العلم أحوج منه إلى الخبز واللحم. [الحلية (تهذيبه) 2 /404].
ژباړه: یوسړی وعلم ته ترډوډۍ، اوغوښي، هم زیاته اړتیا لري.
که خدای مکړه دعلم، او علماؤ، نشتوالی راشي، لري نده چې انسانان هلاک شي، لکه څنګه چې هلال بن خباب رحمه الله وایي: قُلت لسعيد بن جبير رحمه الله: ما علامةُ هلاك الناس؟ قال: إذا ذهب علماؤهم. [السير (تهذيبه) 2/506].
ژباړه: هلال بن خباب رحمه الله وايي: ما سعید بن جبیر رحمه الله ته وویل: چې دانسانانو دهلاکت نښه(علامه) څه شی ده؟ هغه وویل چې کله دهغوی له مینځه علماء لاړ شي..



