
تازه: د جاپانۍ مؤسسې مشر ناکامورا د سختو ټپونو له امله په روغتون کې مړ شو
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۳، چهارشنبه)
نن سهار د ننګرهار ولايت جلال اباد ښار کې د يوې جاپانۍ پي ايم اس مؤسسې پر مشر نا معلومه وسله والو بريد وکړ چې نوموړی پکې ټپي، درې ساتونکي، ډريور او یو بل ملګری يې ووژل شول.
نوموړی د تداوۍ لپاره د ننګرهار حوزوي روغتون ته استول شوی و خو تازه د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی وايي، چې ډاکټر ناکامورا د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
طالبانو په دغه بريد کې لاس لرل رد کړي او وياند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکلي، چې اسلامي امارت د بيارغونې په چارو کې مؤسسو سره ښه روابط لري او د بيارغونې هيڅ کومه مؤسسه يې نظامي هدف نه ده.
عيني شاهدان وايي، وسله وال بریدګر په دوو موټرو کې له بريد وروسته تښتيدلي دي.
تر اوسه د دغه بريد پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.
ډاکټر ناکامورا د ننګرهار په بيلابيلو ولسواليو کې د بيارغونې کارونه کول.



