طالبان وايي، جلال اباد کې د جاپانۍ مؤسسې پر مشر برید دوی پورې اړه نه لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۳، چهارشنبه) 

نن سهار د ننګرهار ولايت جلال اباد ښار د دوهمې حوزې مربوطاتو کې د پي ام اس په نوم د یوې جاپانۍ خيريه مؤسسې پر ډاکټر ناکامورا بريد ترسره شو چې د نوموړي د ټپي کيدو تر څنګ د هغه درې ساتونکي، يو ډريور او یو بل ملګری يې ووژل شول.

عيني شاهدان وايي، وسله وال کسان له بريد وروسته په دوو موټرو کې له سیمې وتښتيدل.

طالبانو په دغه بريد کې لاس لرل رد کړي او وياند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي، مؤسسات د بيا رغونې په برخه کې له اسلامي امارت سره ښې اړيکې لري او هيڅ کومه مؤسسه د دوی په نظامي اهدافو کې نه ده شامله.

د ښاغلي مجاهد په وينا:  (په جلال آباد کې د (PMS) مؤسسې په جاپاني مشر برید د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري. د بیا رغونې په برخه کې مؤسسات له اسلامي امارت سره ښه روابط لري او هیڅ یو يې هم د مجاهدینو لخوا څخه کوم نظامي هدف نه دي).

اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله هم پر ډاکټر ناکامورا بريد غندلی او له امنيتي ادارو يې غوښتي چې په دې اړه هر اړخيزه څيړنې وکړي.

ډاکټر ناکامورا د ننګرهار په بيلابيلو ولسوالۍ کې د بيارغونې چارې پر مخ وړي او په وروستيو کې ورته د افغانستان تابعيت هم ورکړل شوی و.

Related Articles

Back to top button