کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د بغلان ولایت مرکز پلخمري کې د طالبانو برید کې دیارلس حکومتی عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د طالبانو ویاند ‘ذبیح الله مجاهد’ د پېښې تړاو په خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي “تیره شپه د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ اړوند باغ شمال سیمه کې د مزدورو عسکرو په قرارګاه برید وشو. ۳ ټانګونه ویجاړ، ۸ تنه عسکر ووژل شول، ۵ نور ټپيان شول. ډيره وسله او مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلل.”
د یادونې وړ ده، چې حکومتي چارواکو تر دې دمه د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

















