کابل ټکى کام (چهار شنبه، ۱۳ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د طالب او امریکایي مرکچیانو دیوې تبادلې په ترڅ کې له باګرام څخه ازاد شوي او د طالبانو د مذاکراتي ټیم نوي غړي انس حقاني هیله څرګنده کړې چې د اشغال په پای ته رسولو سره روانه جګړه ژر تر ژره ختمه شي.
نوموړي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، د خپلو مشرانو په لارښوونه دی د مذاکراتي ټیم غړی ټاکل شوی او د سولې لپاره به کار کوي څو په دې توګه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور پای ته ورسېږي او دلته روانه جګړه ختمه شي.
انس حقاني همدا راز ویلي چې له زندانیانو سره ښه چلند کولی شي د سولې په برخه کې مثبتې پایلې ولري.
دده په خبره، د افغانستان په زندانونو کې پراته زندانیان له ټولو بشري حقونو محروم دي، باید له زندانیانو سره ښه چلند وشي، د تبادلې لړۍ دوامداره وساتل شي تر څو ټول اړخونه سولې ته نږدې کړي.
هغه وايي دمګړی د ټولو سیاسي اړخونو تر منځ باور جوړ شوی دی او سولې ته هیلې ډېرې شوې دي.
حقاني د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، دی په هیڅ قانون مجرم نه وو، دنیول کېدو پر مهال محصل او د دیني علومو طالب وو. دی زیاتوي، د ده د زنداني کولو عمده لامل د حقاني کورنۍ سره د ده د تړاو لرل وو.
















