ننګرهار: شيرزادو کې د صفر ۲ ځواکونو عملياتو يوځل بيا ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

تېره شپه يو ځل بیا د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ کې د صفر۲ قطعې ځانګړو دولتي عسکرو د ملکي خلکو پر کورونو چاپه وهلې، او ۱۴ ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې.

د شېرازدو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي مجیب الرحمن رسنيو ته ويلي، صفر۲ دولتي عسکرو د کوديخېلو سيمې په زيارت کلي کې د بزګرانو پر کورونو چاپه وهلې، شپږ تنه يې وژلي او اته نور يې ټپيان کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم دولتي عسکرو د شېرزادو په مرکيخېلو کې د سيمې د يوه سپين ږيري خیرالله دادا پر کور چاپه وهلې وه، چې په پايله کې نوموړی او ورسره مېلمه وژلی او زوی يې زخمي کړی و.

مربوطه مطالب

Back to top button