یوناما د جاپانۍ خيريه ټولنې پر مشر برید په کلکه غندلی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر(یوناما) ننګرهار ولایت کې د یوې جاپانۍ خیریه ټولنې پر مشر ‘ ډاکټرتتسو ناکامورا’ باندې وسله وال برید په کلکه غندلی او دا کار یې یو وحشيانه عمل ګڼلی دی .
د (یوناما) له لوري خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې ‘ناکامورا’ د خپل ژوند ستره برخه له بې وزله افغانانو سره مرستې ته ځانګړې کړې وه؛ خو بدبختانه نن ننګرهار ولایت کې د نامعلومو وسله والو په برید کې ووژل شو.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو هم په ناکامورا بريد په کلکو ټکو غندلی او په برید کې یې هر ډول لاس لرل رد کړي دی.



