ټرمپ: که شمالي کوریا مو مجبور کړي؛ پر وړاندې به یې نظامي اقدام وکړو
کابل ټکى کام (چهار شنبه، ۱۳ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لندن کې دناټو په سرمشریزه کې د شمالي کوریا د چارواکو پر وروستیو څرګندونو سخت غبرګون ښودلی دی.
ټرمپ ویلي، دوی که اړ شي نو د شمالي کوریا پر وړاندې پر نظامي اقدام هم لاس پورې کوي.
شمالي کوریا ویلي وو، چې د هوکړو له مخې باید د روان کال تر پایه د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ شته مسایل نهايي شوي وای خو واشنګټن یې پر ژمنو عمل نه کوي.
اوس ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا نظامي وړتیا لري خو له دې وړتیا استفاده نه کوي او که شمالي کوریا دوی مجبوره کړي نو دوی به اړ شي چې پر وړاندې یې په نظامي اقدام لاس پورې کړي.
امریکا او شمالي کوریا له اوږدې مودې راهیسې د خپلو یو لړ مسائلو په حل خبرې کولې، دا خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلي چې له هغې وروسته دواړو خواوو یو پر بل کلک لفظي بریدونه پیل کړي دي.



