حضرت عمر بن عبدالعزیز (رح) له خلافته مخکې او وروسته.!!

لیکنه: خلیل الله فائق
لومړۍ برخه.
د راشده خلافت د اختتام او د اموي حکومت د استحکام پر وخت نړۍ یوه تغیر، بدلون، اوښتون او نويوالي ته اړتیا پیدا کړه ، دا په داسې حال کې چې مسلمان حاکمان د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تربیې او راشده خلافت له اثره څخه د تنزل پر خوا رهي ول، له نظامو څخه د قرآن او سنت جنازو پروازونه کړې و، د جهالت زړو خیالاتو، قبائلي ځانګړتیاوو، خانداني غرور، تفاخر، تفوق، خانۍ او غریبۍ کیسو بازار بیا ګرم و، بیت المال (چې د عوامو له یوې یوې روپۍ نه جوړ و) به د وخت حاکم د ځان ذاتي ملکیت ګاڼه،اموي خلافت په موروثي ډول په وړاندې څپې وهلې،د خپلې اصلاح، تربیې او بدلون دروازې په ځان پسې تړلي وې، لنډه دا حالاتو دا څرګنده وله چې د مسلمانانو پر قسمت د وخت لپاره مهر ولګید،دغه وخت کې داسلام غلبې او دحالاتو اوښتون ته سخته اړتیا وه، چې دا بدلون به یوه معجزه بلل کیده، دغه معجزه د عمر بن عبد العزیز رحمه الله تعالی په شکل مسلمانانو ولیده.
حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمه الله تعالی
په ۶۱ هـ ق کال کې نړۍ ته تشریف راوړ، د سلیمان بن عبدالملک او ولید بن عبدالملک په دوره کې د مدینې منورې والي و، نوموړی غني مزاجه او دسالم ذوق څښتن و، پر کومه لاره چې به تلو، پر هغه به تر ډېره د عطرو خوشبویې پورته کېدله، خلکو به دا فهموله چې دلته عمـــر تېر سوی دی، دوبي ته به پر دې ډېر اجرت ورکول کیدل چې زموږ جامې دده له جامو سره یوځای پاکوه، تر څو تر یوه دوو اونیو معطرې وې، خو له خلافته وروسته بیا بیل ژوند دی، له مخکیني ژوند سره ډیر ټوپیر لري.
نور بیـــا…



