د افغان سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی

کابل ټکى کام (چهار شنبه، ۱۳ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

یوې بهرنۍ رسنۍ روېټرز خبر ورکړی چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن چهارشنبه دافغانستان پلازمینې کابل ته راغلی دی.

د رویټرز په حواله، ټاکل شوې ده چې خلیلزاد له افغان چارواکو سره د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو د بیا پیلېدو په اړه خبرې اترې وکړي.

دا خبرې چې د تېرې سپټمبر میاشتې په لړ کې د ولسمشر ټرمپ له لورې لغوه شوې اوس یې بیا پیل ته دواړه لوریو تمایل ښودلی دی.

خلیلزاد وروسته تر هغه کابل ته راځي چې یوه اوونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو ناڅاپي سفر کابل ته راغی او له ولسمشر غني سره یې ولیدل.

ټرمپ په باګرام هوایي اډه کې د خبرو پر مهال وویل چې دوی به طالبانو سره تر یوې موافقې وروسته خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

شنونکي وایي، روان غیر رسمي مذاکرات به راتلونکو دوو اونیو پورې په رسمي ډول پیل شي. دوی دخلیلزاد داسفر چې دافغان چارواکو په لیدلو پیلیږي مهم او له لاسته راوړنو ډک یاد کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button