کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د ناټو سازمان د اویایمې کلیزي په ویاړ جوړه شوې غونډه کې ‘ترمپ’ د فرانسې د جمهور ريس ‘ايمانويل مکرون’ توهین وکړ ، خو هغه بیا ظاهرا په صمیمیت سره ټرمپ ته جدي اخطارونه ورکړل.
غونډه کې تر ټولو جالبه خبره پرون تر غرمې وړاندې د ټرمپ او ‘ايمانويل ماکرون’ تر منځ لفظي مشاجرې وې. ټرمپ د ماکرون دا خبره، چي ناټو د مغزي سکتې سره مخامخ او مړه ده،تر انتقاد لاندې ونيوله او بې احترامي يې وبلله.
د ټرمپ په خبره: ” فرانسه تر ټولو ډیر ناټو ته ضرورت لري” خو بیا یې نور جزئيات ورنه کړل.
ماکرون په ځواب کې په مسخريزه توګه وويل:”ټرمپ باید تل د ناټو په ارتباط د پیسو خبره وکړي!؟”.
ماکرون د امریکا پر دې عمل باندې، چي د نورو غړو سره یې له مشورې پرته د سوریې د شمال څخه عسکر راایستلي دي، هم انتقاد وکړ.
نوموړي پر ترکیه باندې هم انتقاد وکړ او ویې ویل، چي دغه هیواد تر ډیره وخته پوري د داعش د ملاتړ کونکو سره گډ کار کړی دی او دا څنګه کيدلی شي، چي ترکیه دې روسي ‘ايس ۴۰۰’ ډوله دافع هوا سيستم واخلي، حال دا چې د ناټو په قانون کې په وضاحت سره راغلي دي، چي د اتحاد څخه بهر باید وسلې وانخیستل شي
د ترکیې جمهور ريس، رجب طیب اردوغان لا له وړاندې اخطار ورکړی دی، چي که ناټو د ترهگرۍ په باب د ترکې تعریف ونه مني، يانې د سوريې شمال کې کرد وسلوال بايد ترهګر وګڼل شي، خو د ناټو اکثریت غړي، په ځانګړي ډول ماکرون اصلا د دې فکر لا نه کوي او وايي، چي د سوریې د شمال دغه کوردي سازمان د داعش پر ضد د جنگ اصلي بار پر اوږو وړی دی.
لنډه دا چې د ناټو د اویایمي کلیزې په مناسبت دغه غونډه باندې په مجموع کې سخت تشنج حاکم و.
















