امریکا: د تنکیو ځوانانو ځان وژنه زیاته شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د امریکا د ناروغیو د کنترول او وقایې د مرکز د رپوټ په اساس ځان وژنه په امریکا کې د ١٥ او ١٩ کلنو ځوانانو په منځ کې ډېره زياته ده.
نوې شمیرې ښیي چې په امریکا کې د تنکیو ځوانانو ځان وژنه د ٢٠٠٧ څخه تر ٢٠١٧ شاوخوا ٥٦ فیصده زیاته شوې ده.
د یوې بلې څیړنې موندنې ښیي چې د امریکا د متحده یاالاتو د کالجونو له هرو پنځو زده کوونکو څخه یو یې د سخت رواني فشار سره مخامخ دي او د ځان وژنې په اړه فکر کوي.



