د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر نوماندانو په سولې او ټاکنو خبرې کړي دي

کابل ټکى کام (چهار شنبه، ۱۳ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

له ټاکنیزو کړکېچونو وروسته نن چهارشنبه یو ځل بیا د ولسمشریزو ټاکنو ځینې نوماندانو پټه ناسته کړې ده.

راپورونه وایي، عبدالله عبدالله، رحمت الله نبیل، ګلبدین حکمتیار او یو شمېر نورو سیاسیونو نن د کریم خلیلي په کور کې په یو شمېر موضوعاتو غږېدلي دي.

 د دې ناستې په اړه که څه هم ډیر جزیات په لاس کې نشته؛ خو ویل کېږي چې یادو مخکښو نوماندانو پر تېرو ولسمشریزو ټاکنو او سولې پروسې هم خبرې اترې کړې دي.

څو ورځې وړاندې هم یو دحکمتیار او اجرایه رئیس په ګډون سیاسیونو او نوماندانو د ټاکنو پایلو په اړه ناسته کړې وه، دوی ټاکنو کمیسیون ته په جدي ډول ویلي وو چې ژر تر ژره دې دټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان، او د کړکېچ مخه ونیسي.

مربوطه مطالب

Back to top button