کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
عراقي پوځ د اسلامي دولت د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي د مرستیال’ابوخالدون’ د نيولو ادعا کړې ده.
پرون سه شنبه د پوځ په یوه اعلامیه کې ويل شوي چې د استخباراتي معلوماتو له مخې يې د بغداد په شمال د کرکوک ولایت کې په یوه اپارتمان د برید په ترڅ کې یې ‘ابو خالدون’ نيولی دی.
اعلامیه زياتوي چې ‘ابو خالدون’ د داعش ډلې د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي مرستيال و، او همدارنګه په شمالي عراق کې د صلاح الدین ولایت لپاره د دې ډلې “نظامي مسؤل” هم و.
د ټولنیزو رسنيو په وینا ، ابو خالدون – چې اصلي نوم یې حمید شاکر سبا البدری دی – د ابوبکر البغدادي د تره زوی دی.
د يادونې وړ ده چې د روان۲۰۱۹ م کال په اکتوبر کې ، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د داعش ډلې مشر بغدادي یې د سوریې په شمالي ولایت ‘ادلب’ کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو په هوایي برید کې وژل شوی دی.