کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
نن چهارشنبه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد کابل ته راغلی او دحکومتی اوسياسي مشرانو سره يی کتلي دي.
دامريکا دبهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلی چې زلمی خلیلزاد به له کابل وروسته قطر ته ځي اوله طالبانو سره د خبرو اترو ځنډول شوې پروسه بېرته پيلوي.
د يادونې وړ ده چې تيره اونۍ د امريکا ولسمشر ټرامپ هم افغانستان ته په يو ناڅاپي سفر راغلی و او په باګرام پوځي اډه کې يې خپلو پوځيانو ته د وينا پر مهال هم طالبانو سره د خبرو د بیا پیل يادونه کړې وه.