لويه څاروانوالي: لوګر کې د ماشومانو د جنسي ځورونې قضيې لپاره يې هيئت ټاکلی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د ګډ حکومت لویه څارنوالي لوګر ولایت کې د ماشومانو د جنسي ځورونې په هکله د شوو ادعاوو د تحقیق او څيړلو لپاره د يو پلټونکي هیئت جوړولو خبر ورکوي.

د لويې څارنوالۍ د ویاند ‘جمشېد رسولي’ په خبره د لويې څارنوالۍ د مرستیال تر مشرۍ لاندې يې يو پلټونکی هيئت ټاکلی، چې په لوګر ولایت کې د زده کوونکو د جنسي ځورونې قضیه وڅيړي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د مدني ټولنو رییس داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګواکي د لوګر ښوونځيو کې ۵۰۰ تنه زده کوونکي له جنسي پلوه ځورول شوي دي.

له دې انکشاف وروسته د لوګر د مدني ټولنو رییس د ملي امنیت له لوري ونيول شو. او وروسته يې داسې ويډیو خپره کړه، چې نوموړی پکې خپل خپور شوی راپور غلط ګڼي او په دې اړه یې بښنه وغوښته.

مربوطه مطالب

Back to top button