عبدالله، نبيل او حکمتيار: په ټاکنو کې د شوې درغلۍ پر وړاندې به ګډه مبارزه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۴، پنجشنبه)

د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو درې تنو نوماندانو عبدالله عبدالله، ګلبدين حکمتيار، او رحمت الله نبيل وايي، په ټاکنو کې د شوې درغلۍ پر وړاندې به ګډه مبارزه کوي.

حکمتيار، رحمت الله نبيل، عبدالله عبدالله د سولې شورا د مشر کريم خليلي په کور کې د بندو دروازو تر شاه ناسته کړې چې وروسته يې په دې اړه پنځه مادييزه ګډه خبرپاڼه هم خپره کړه.

دوی ټینګار کړی چې په ټاکنو کې د شويو درغلیو مخه به نيسي زياتوي که ټاکنو کمېسیون خپل کارونه له قانون او تګلارو سره برابر نه کړي نو د هر هغه حکومت مخه به نيسي چې راتلونکي کې د درغلیو له لارې منځته راځي.

په خبرپاڼه کې له امنيتي ځواکونو غوښتنه شوې چې په ټاکنيزو لانجو کې مداخله ونه کړي او دغه ارز له نړیوالې ټولنې يې هم غوښتي چې ټاکنيز بهير کې بې پلوه پاتې شي.

د عبدالله، حکمتیار او نبيل سربيره د ولسمشرۍ یو شمير نورو نوماندان هم ادعا کوي چې په ټاکنو کې درغلۍ شوي او ټاکنو کمېسیون د یوه حاکم ټيم په ګټه کار کوي.

تيره ورځ د رڼو ټاکنو د بنسټ مشر نعيم ایوب زاده ويلي و چې دوی غوښتل د ټاکنو اړوند ځينې رازونه افشاء کړي خو ګواښل شوي دي.

نوموړي وويل، په ټاکنو کمېسیون کې ځينې کسان په لوی لاس نه غواړي چې دغه لانجه حل شي.

شاوخوا دوه ماشتې کېږي چې ولسمشرۍ انتخابات شوي خو لا هم د جنجالونو، درغلیو، تخنيکي ستونزو، تقلب او په کمېسیون کې د اختلافاتو له کبله لومړنۍ پايلې نه دي اعلان شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button