امریکا: په یوه پوځي اډه کې د ډزو له کبله دوه تنه وژل شوي، درې ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۴، پنجشنبه)

د امریکا د هوايي ايالت په پېرل هاربر نظامي اډه کې د ډزو له کبله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پوځي چارواکي وايي، یوه تن د پېرل هابر نظامي اډه کې د امریکا دفاع وزارت پر کارمندانو ډزې کړي چې دوه تنه پکې وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

د چارواکو په وينا، په ټپيانو کې د دوو تنو روغتيايي حالت ښه نه دی.

سرچينه زياتوي، برید کوونکي له برید وروسته خپل ځان هم په ډزو وژلی او چارواکي وايي چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

په وروستيو کې په امریکا کې وسله وال بریدونه زيات شوي چې هره مياشت په بيلابيلو ايالتونو کې لسګونه کسانو ته مرګ زوبله اوړي خو له ډيرې مودې وروسته دا لومړی ځل دی چې په یوه نظامي اډه کې وسله وال بريد ترسره کيږي.

مربوطه مطالب

Back to top button