د اسلام د حقانیت په تړاو مې ټول شکونه او شبهات له منځه لاړل

راټولوونکی: ډاکټر یوسف اکبري

زما د کره شخصي او انحصاري معلوماتو به مخې د امریکایي پوهنتون هغه دوه پروفیسران چې تېره اونۍ د طالبانو له لورې د انس حقاني او ملګرو په بدل کې ازاد کړای شول، د اسلام په مبارک دین مشرف شوي دي.

د پوهنتون له مشرتابه او د کورنیو له سرچینو سره د خبرو په ترڅ کې ماته وویل شول چې دواړو استادانو هر یوه امریکایي کیوین کینګ او آسټرالیایي ټموتھي ويکس پرته له کوم جبر او اکراه څخه په خپله خوښه د اسلام دین منلی دی، البته امریکایي ډاګیزه کړی او آسټرالیایي به یې کیدای شي په راتلونکي نژدې وخت کې ډاګیزه کړي.

د پوهنتون یوه مقام ماته څرګنده کړه چې امریکایي محققینو او ارواپوهانو په دې تړاو له کیوین کینګ نه اوږدې ګرویږنې کړي دي چې معلومه کړي طالبانو خو به نوموړی د زور او تهدید له لارې د دین بدلولو ته نه وي اړ ایستلی، خو نوموړي ورته په ټینګار څرګنده کړي چې دی یو مسیحي متعهد معتقد وو او د انجیل د اصیلو تعلیماتو له مخې پر دې باور وو چې د احمد په نامه پیغمبر به په وروستۍ زمانه کې ظهور کوي. نوموړي دا هم څرګنده کړي چې له طالبانو سره د بند په دری کلنه موده کې ده ته په دې تړاو د فکر او مطالعې چانس په لاس ورغی. له طالب تښتونکو سره د خبرو پر مهال د حضرت مسیح او مریم علیهما السلام په تړاو د هغوي له درنښت ډکو یادونو زښت متأثر کړم، بیا چې مې په قرآن کریم کې سورة مریم او تفسیر یې مطالعه کړ نو مې د زړه تړلې غوټې یو پر بل پسې پرانیستل شوې او د قران او اسلام د حقانیت په تړاو مې ټول شکونه او شبهات له منځه لاړل. د دغه مقام په وینا کیوین په پام کې لري چې خپل پاتې ژوند د خپل دین خدمت ته وقف کړي. د نوموړي په وینا کین د خپل اسارت په دوران کې د طالبانو له نرم، مشفقانه او دوستانه چلنه زښت زیات متأثر دی او خوښ دی چې د طالبانو اسارت د دې باعث وګرځېده چې دی د حق تر سرمنزله ورسیږي.

د کیوین یوې کورنۍ سرچینې ماته څرګنده کړه چې نوموړی یو خوش اخلاقه،ژمن او معتقد انسان وو او تل به یې ویل چې د یوې ورکې د بیا موندلو په لټه کې دی. د نوموړي په وینا افغانستان ته سفر یې هم په حقیقت کې د دغې ورکې د لټون یوه هڅه وه خو دا چې تصادفا د طالبانو په منګولو کې کیؤت، که څه هم رواني سټریس به یې لیدلی وي خو خپله ورکه یې بیا وموندله او نومړی به راتلونکې اونۍ له موږ سره په داسې حال کې یو ځای شي چې نوی دیني هویت به یې ترلاسه کړی وي.

دغې سرچینې د کیوین د کورنۍ په استازیتوب له طالبانو او په تېره بیا له جناب مشر خلیفه صېب سراج الدین حقاني نه ځانګړې مننه وکړه چې د دوي د کورنۍ غړی یې نازولی او تر دریو کلونو یې د هغه میلمه پالنه کړي ده.

همدا راز آسټرالیایي ټیموتھي هم له طالبانو سره د اسارت دوره د خپل ژوند یوه یادګاره دوره بللې ده. د پوهنتون یوه مقام چې دی یې په المان کې لیدلی وو، ما ته څرګنده کړه چې ټیموتھي خندل او ویل یې چې زه آن په ځواني کې لا سرکشه وم. په کور کې مې له خوندو او وروڼو سره خبره په سوک څپیړه کوله. همدغه چلن مې له طالبانو سره هم وو. هره خبره مې جنګ وو، ډوډۍ مې نه خوړله، د کافي ډکه بیاله به مې ایسته وغورځوله، طالبانو ته به مې ناموسي ښکنځلې کولې تر دې چې هغه سړی چې زما په خدمت موظف وو هغه به مې راونیو لکه خټکی پورته به مې کړ، له ډاګه به مې وویشت او بیا به برسېره پرې سپور وم خو هغه د خدای نېک بنده زما یوه کمزوري درک کړي وه چې زه سخت تخنیدلم، ما چې به را چپه کړ ده به د ځان خلاصولو لپاره یواځې دومره کول چې په تخرګونو کې به یې تخنولم، بیا به زه وم او له خندا به رغړیدم.

خو کله چې به یواځې شوم نو له ځان سره به مې فکر کاوه چې دا د الله باچا فقیران وګوره چې زه ورسره څومره جارحانه یم او دوي راسره څومره دوستانه دي. یواخینۍ ښکنځله چې خپل طالب ملګري به ماته کوله هغه د بوین کلمه وه او راته ویل به یې چې بوینه بوي دې مړ کړم….!

همدا څه وو چې زه ورو ورو طالبانو او دین ته نژدې کېدلم. بله دا چې ما به د کیوین او طالبانو بې تکلفانه ناستو ته کتل نو به مې ویل چې دا اسلام دی چې دومره متفاوته انسانان یې سره یو ځای کړي دي.

د نوموړي کورنۍ هم له طالبانو او خصوصا له خلیفه صېب نه د زړه له کومې مننه کړي ده.

مربوطه مطالب

Back to top button