جرمنی: دافغان سولې په برخه کې هر راز همکاریو ته ادامه ورکوو

کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۱۴ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي پېتر پراګل د کابل ادارې د ملي امنیت له سلاکار حمد الله محب سره په یو شمېر موضوعاتو خبرې اترې کړي دي.
د جرمني ځانګړي استازي ویلي چې دوی د افغانستان د سولې په مسئله کې خپلو هر اړخیزو همکاریو ته ادامه ورکوي او ددې هیله لري چې ژر تر ژره په افغانستان کې دایمي ثبات تامین شي.
پېتر داسې مهال له حمدالله محب سره کتلي چې ویل کېږي تر دې وړاندې یې په قطر کې له طالب استازو سره هم کتلي دي.
ځینې سرچینو داسې راپورونه هم ورکړي وو چې ښایي د سولې په اړه بین الافغاني غونډه د بیجینګ پر ځای په المان کې وشي خو ښکېلو خواوو په دې اړه څه نه دي ویلي.
بلې خوا دامریکا دبهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی دی چې دافغان سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی به له کابل وروسته دوحې ته ولاړ، او هلته طالبانو سره رسمي مذاکرات پیل کړي.



