کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د بشري مرستو د همغږۍ برخه کې د ملګري ملتونو اداره «اوچا» وايي، د افغانستان څلورمه برخه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتيا لري.
دا خبرې د اوچا رییس «توبي لینزر» یوې خبرې ناستې ته وکړې ، نوموړي وویل: “نږدې ۹.۴ میلیونه افغانان د هیواد په بېلابېلو برخو کې بېړنیو بشري مرستو ته اړ دي، دا د اندېښنې خبره ده؛ خو موږ به د افغانستان تر څنګ ولاړ يو.”
د نوموړي په خبره” “موږ د خلکو ستونزو ته د رسېدو په موخه له تمویل کوونکو سرچینو څخه د ۷۳۲ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې، چې وکولای شو ټولې سترنزې حل کړو”
ناامني، بېکاري او حکومت نه پاملرنه او بې کفايتي هغه څه دي، چې ولس له ستونزو سره مخ کړی دی. د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې ورځ تربلې د بېکاري او بې وزلي کچه لوړيږي، چې ورسره بېړنیو بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمير هم زیاتېږي.















